د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په غور لوړو زده کړو مؤسسه کې څو بېلا بېلې پروژې پرانیستې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غور ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د غور لوړو زده کړو مؤسسې ۱۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا، د کیمیا، فزیک، بیولوژي او ریاضي څانګو لابراتوارونو، کمپیوټر لب، تفریحي پارک، د پارکینګ وسایل او د ودانیو د رنګ پروژې، د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستې.
نېټه: چهارشنبه
۶ ربیع الثانی ۱۴۴۶ هـ.ق
۱۸ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
۹ اکتبر ۲۰۲۴ م