د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د پروان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د یاد پلاوي مشري د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس ډاکټر حمیدالله مزمل کوله، نوموړي پلاوي د دغه پوهنتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه.
ياد پلاوي د پروان پوهنتون د ملي علمي مجلې د بررسۍ او اعتبارسنجۍ ترڅنګ، له کتابتون، لابراتوار او درسي ټولګيو هم ليدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي د دغه پوهنتون ستونزې او اړتیاوې په نښه او مسوولینو ته یې د ستونزو د حل ډاد ورکړ.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۵هـ.ق د شوال ۱۵مه
۱۴۰۳هـ.ش د ثور ۵مه
۲۰۲۴م د اپریل