د مالیزیا هېواد د لیسانس دورې تحصيلي بورسونو خبرتیا!

ناپیژنده (not verified)

Due

-

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مالیزیا هېواد د البخاري پوهنتون د لیسانس دورې له ۲۰- ۳۰ سيټه بورسونو د ورکړې خبر ورکوي.

شرایط:
۱ – نوماند باید له دولسم ټولګي څخه فارغ وي.
۲ – د نوماند د ښوونځي دورې د نمراتو فیصدي له ۷۰ څخه کمه نه وي.
۳ – د انګلیسي ژبې په IELTS آزموینه کې يې له ۵ څخه تر ۵.۵ نمره ترلاسه کړي وي او یا يې هم معادل ولري.
۴ – د نوماند عمر له ۱۸- ۲۲ پورې وي.
۵ – نوماند باید مجرد وي.
۶ – تعلیمي اسناد (شهادتنامه) اړينه ده او له هغو پرته نوم لیکنه نه کيږي.
۷ – د تابعیت تذکره درلودل.
۸ – نوماند باید په يوه ځل ۲۰۰۰ امریکايي ډالر د ټولې تحصيلي دورې لپاره ورکړای شي.
په شرایطو برابر کسان کولی شي ۲/۱۱/۱۳۹۸ نيټې پورې د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش شعبې ۲۱ نمبر غرفې ته د نوم ليکنې او اسنادو سپارلو لپاره مراجعه وکړي.
نوټ ۱: قدرمن نوماندان مکلف دي چې د sms.mohe.gov.af په وبسایټ کې ځانونه راجسټر کړي.
نوټ ۲: په هغه صورت کې چې د متقاضیانو شمېر د بورسونو له شمېر څخه زیات شي، ټاکنه به د ښوونځي د درې کلنو نمرو د لوړوالي پر اساس کيږي.
د یادو بورسونو په هکله د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلېک وکړئ!

دانلود

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

تدارکاتي خبرتیا !


د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال د محصلانو ليليې لپاره د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !


دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۳:۵۵
Background image

د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .