د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !

ameen_admin
fgdgsdfgsdf


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او یا د ۵۵۰ نمرو ټافل سند لرل. (لېسانس)،
۲.    نرسنګ څانګې لپاره کم تر کمه د ۵.۵ نمرو د IELTS سند او یا ۸۰ نمرو د ټافل سند لرل. (لېسانس)،
۳.    د طب لپاره د ABC او یا AAC نمرو د ریاضياتو سند لرل.(لېسانس)،
۴.    د طب لپاره د ۵.۰ نمرو د IELTS سند لرل. (ماسټري)،
۵.    کاندیدان باید د ۱۴۰۰هـ ش څخه تر ۱۴۰۲هـ ش کلنو فارغان وي.
د بورس امتیازات:
ټول لګښتونه لکه د جیب خرچ پیسې، د پوهنتون فیس، هستوګنځای، د الوتکې یو طرفه ټکټ، قرطاسيه او نور ټول لګښتونه د بورس ورکوونکي هېواد پرغاړه دي.
د اړتيا وړ اسناد:
۱.     لږ تر لږه د ۷۵ سلنه فيصدۍ سره د مکتب شهادت نامه لرل،
۲.     په طب څانګه د لېسانس سند درلودل، چې فيصدي يې د ٪۶۵سلنه څخه کمه نه وي،
۳.     د پوهنتون د نمرو ټرانسکريپټ او ډپليوم لرل،
۴.     الکترونيکي تذکره لرل،
۵.     پاسپورټ لرل.
پر شرايطو برابر داوطلبان، چې غواړي د يادو بورسونو لپاره نوم ليکنه وکړي، کولاى شي د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش عمومي دفتر له (١٧) شمېرې غرفې څخه د اړتيا وړ فورمې تر لاسه او د ۱۴۰۳/۴/۳۱ هـ ش نېټې پوري يې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو اړيکو او بورسونو د تنظيم ریاست ته وسپاري.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

تدارکاتي خبرتیا !


د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال د محصلانو ليليې لپاره د اړتیا وړ (۴) قلمه البسې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !


دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان  هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۳:۵۵
Background image

د مالېزیا لېسانس او ماسټرۍ بورسونو خبرتیا !


مالېزیا په طب او نرسنګ څانګو کې په لاندې شرايطو سره د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې د شپږو بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
شرایط:
۱.     طب څانګې لپاره کم تر کمه د ۶.۰ نمرو د IELTS سند لرل او . . .

Back to announcements