د کابل طبي علومو د پوهنتون تدارکاتي خبرتيا

Publish Date
Closing Date
موضوع: د ابو علي ابن سينا د پوهنتون د طبي علومو د تدريسي روغتونونو د اړتیا وړ اعاشوي ترکاري توکو تدارک او برابرول د «ابو علي ابن سينا» کابل طبي علومو د پوهنتون رياست، ټولو په شرایط پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ابو علي ابن سينا د طبي علومو د پوهنتون د تدريسي روغتونو د اړتیا وړ اعاشوي ترکاري توکو تدارک او برابرولو له پاره يې چې د د داوطلبانو په پرانيستې پروسه کې د ۱۴۰۰ لمريز کال له پاره ګډون کړی دی او د اړوندې شرط پاڼې نقل يې د خبرتيا له خپرېدو څخه د ۱۳۹۹لمريز کال د تلې مياشتې تر ۳۰مې پورې د ابوعلي ابن سينا د کابل د طبي علومو د پوهنتون د قراردادونو له مديريت څخه په رسمي وختونو کې ترلاسه کړی دی. شرط پاڼه دې ولولي او خپل افرونه دې د تدارکاتو له طرزالعمل او قانون او په شرط پاڼه کې له راغلو شرایطو سره سم په تړلي توګه وړاندې کړي، انټرنيټي او ناوخته رسېدلي افرونه د منلو وړ نه دي. د افر تضمين په بانکي ډول دی. د افرونو د خلاصولو چارې به په شرط پاڼه کې په ټاکل شوې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د ابوعلي ابن سينا د کابل طبي پوهنتون په مالي او اداري ماونيت کې ترسره شي.