په ننګرهار پوهنتون کې "د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس" چې د داخلي او بهرنیو هېوادونو استادانو په ګډون سره پیل شوی و، پای ته ورسېد.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۵:۹
ergtsdsd

د یاد کنفرانس د پای په مراسمو کې، چې د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ اړوند د ناکامورا پارک کې ترسره شول، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغې نړیوالې موضوع په اړه کنفرانس کې د بهرنیو او کورنیو څېړونکو استادانو او ټولو برخوالو د پراخ ګډون او د ننګرهار ولایتي مسؤلینو څخه د همکاریو له امله مننه وکړه.
نوموړي وویل " د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ کې په لومړي ځل دغه ډول نړیوال کنفرانس ترسره شو، پکار ده چې په ملي او نړیواله کچه د داسې سترو موضوعاتو په اړه په جدیت او لیوالتیا سره تعامل وشي."

همدارنګه د بهرنیو هېوادونو څېړونکو او استادانو وویل چې افغانستان تېرو څلورو لسیزو کې له هره اړخه ځپل شوی هېواد دی او زموږ د موندنو او لیدنو په اساس باید له دې ولس سره مرستې وشي.
یادو استادانو دغه راز وویل چې افغانستان د اقلیم په خرابوالي کې هیڅ ډول برخه نه لري او برعکس یې زیانونه ګالي، د هغوی په وینا چې نوره نړۍ باید افغانانو سره په دا ډول بشري موضوعاتو کې سیاسي برخورد ونکړي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه درې ورځني نړیوال کنفرانس په وروستۍ ورځ هم (۴۱) څېړنیز پوسټرونه ارایه شول او کنفرانس د تندیسونو، تصدیقونو او ستاینلیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کاردان خصوصي پوهنتون په نړیوال کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

 

کاردان خصوصي پوهنتون په افغانستان کې د دومدارې پراختيا پر وړاندې ستونزې او ننګونې تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړ کړ، چې په ترڅ کې یې د بېلابېلو څېړنیزو موضوعاتو اړوند مقالې وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۶:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو علمي همکاریو خبرې وکړې

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په پیل کې د ترکيې هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان او ترکیه دواړه اسلامي هېوادونه دي او. . .

BACK TO NEWS