په پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د مڼو باغ اوبولو سیسټم، ۸۰۰ نیالګیو کېنولو او شنې خونې پر پروژو خبرې وشوې

د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ، ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې او د پکتیکا ولایت لپاره د ناروېژن کمېټې استازو تر منځ د دغه تحصیلي نهاد په ریاست مقام کې د ځینو غوښتل شویو پروژو په اړه ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د کرنې پوهنځي تحقیقاتي فارم اړوند د مڼو باغ چې شاوخوا (۳) جریبه ځمکه کیږي په قطره اي اوبو سیستم سمبالولو، شاوخوا (۸۰۰) مثمر او غیر مثمر نیالګیو کینولو، د یو باب شنې خونې د جوړولو او تر راتلونکو دوو کالونو پورې د (۱۰) جریبه ځمکې په اندازه د مثمرو نیالګیو پر مرستې خبرې او په اړه یې لازم پرېکړې وشوې.