د بامیان پوهنتون د علمي کادر بست خبرتیا !
![dskjfksdkjsd](/sites/default/files/2024-04/5_7.jpg)
Closing Date
بامیان پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د کرهنې پوهنځی؛
•اګرانومي ډيپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر۳۰/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادر بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.