د هرات پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
![ینسمتبمنتسیمنب](/sites/default/files/2024-05/5_46.jpg)
Closing Date
هرات پوهنتون دویم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ستوماتولوژي پوهنځی؛
• خولې جوف ناروغیو ډیپارټمنټ (۱) بست.
• پرودنتولوژي ډیپارټمنټ (۱) بست.
• پرودنتونتکس ډیپارټمنټ (۲) بسته.
• ارتودنسي ډیپارټمنټ (۳) بسته.
• ماشومانو ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۲۴/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۸/۳/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
![نطتزطظئوزوئطظ](/sites/default/files/inline-images/%D9%85%D9%86%D8%A7%D8%A8%D8%B9%20%D8%A7%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%A7%D9%86%20%D9%BE%20%D9%87%D8%B1%D8%A7%D8%AA%20%DB%B1%20%281%29_0.jpg)