د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادر بست خبرتیا !
![fgfdgdfdf](/sites/default/files/2024-05/5_10_52.jpg)
Closing Date
کابل ښوونې اور وزنې پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسترۍ په کچه علمي کادر ته اړتیا لري.
د طبیعي علومو پوهنځی؛
• بیولوژي ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۸/۳/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۸/۴/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
![fdgfdgfd](/sites/default/files/inline-images/WhatsApp%20Image%202024-05-29%20at%208.46.10%20AM_0.jpeg)