د خاتم النبیین(صلی الله علیه وسلم) خصوصي پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
![rewrwerwerwe](/sites/default/files/2024-07/5_10_27.jpg)
Closing Date
خاتم النبیین(صلی الله علیه وسلم) خصوصي پوهنتون لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسترۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
• معلوماتي ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ (۲) بسته .
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۸/۴/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۲/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.
![rttert](/sites/default/files/inline-images/WhatsApp%20Image%202024-07-08%20at%2011.09.56%20AM.jpeg)