د غزني تخنیکي پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
![dfsdfsdsfdsf](/sites/default/files/2024-07/5_10_73.jpg)
Closing Date
غزني تخنیکي پوهنتون د دویم او درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسترۍ او یا لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د الکترومیخانیک پوهنځی؛
• د برښنا (برق) ډيپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل.
• د برښنا (برق) ډيپارټمنټ (۱) بست. درېیم ځل.
د جیولوجي او کانونو پوهنځی؛
• د نفت او ګاز ډيپارټمنټ (۲) بسته. درېیم ځل.
داوطلبان کولای شي، چې د ۶/۵/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر ۱۵/۵/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.