د لوړو زده کړو وزیر ژوندلیک
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پېژندنه
شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم صاحب د حاجي جمعه خان زوی او د خدای رحيم لمسی چی په ۱۳۵۷هـ ش کال نهمې میاشتې په ۲۶مه نېټه کندهار ولایت کې زېږېدلی دی. د فاميل د غړوشمېر يې لس تنو ته رسېږي او خپلې زده کړې يې په يوه ديني مدرسه کې تر لویې دورې پورې سرته رسولي دي.
کاري مسئوليتونه:
محترم نديم صاحب له اوسني موقف وړاندې بېلابېلې دندې ترسره کړي، چې په لاندې دندې پکې شاملې دي:
د دعوت او ارشاد رئيس، د نظامي حلقې مسئول، د استخباراتو اداري مرستيال، د جلال آباد والي، د جلال آباد ښار امنيه قومندان ، کابل والي، د هلال کمېټې غړی او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير په توګه دندې ترسره کړي دي.
کاري مخينه او ځای:
د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال درېيمې میاشتې پورې، د کندهار ولایت دعوت او ارشاد مسئول په توګه، د ۲۰۱۳ کال درېيمې میاشتې څخه تر ۲۰۱۶ کال شپږمې مياشتې پورې د شمال لويديځ زون د نظامي حلقې مسئول په توګه، د ۲۰۱۶ کال شپږمې میاشتې څخه تر ۲۰۲۰ کال شپږمې میاشتې پورې د استخباراتو اداري مرستيال په توګه، د ۲۰۲۰ کال شپږمې میاشتې څخه تر ۲۰۲۲ کال د شپږمې میاشتې پورې د جلال آباد ښار والي په توګه، د ۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د کابل ولایت والي په توګه او د ۲۰۲۳ کال له پيل څخه تر دا دمه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير په توګه خپل کاري مسئولیتونه یې په خورا صداقت او امانتدارۍ سره پر مخ وړي دي.
سیاسي، ټولنيز او علمي فعاليتونه ( تاليفات)
په (۲۰۱۵) کال کندهار کې د حکيمي مدرسې تاسيس او د اته کلونو لپاره د یادې مدرسې مهتمم، د فنونو د تدريس استاد او شيخ الحديث، د هجرت پر مهال د مولوی عبدالغني صاحب په درس ځای کې د مهاجرينو د وړې دورې شيخ او همدارنګه د هجرت په دیار کې د علامه حاجي عبدالغني رح په الجامعه الاسلاميه کې د لويې دورې شيخ الحديث، د مهاجرو علماء کرامو انسجام او د بېلابېلو علمي موضوعاتو په اړه سلګونه علمي ويناوې کړي دي.
نوموړی د ټولو علمي فعاليتونو ترڅنګ په ملي او نړيوالو ژبو لکه پښتو، دري او عربي ژبو باندې پوره حاکميت لري.
Latest announcements
د کابل او پکتیا زون د علماء کرامو د عالمیې مرحلې ازموینې پایلې
د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د کابل او پکتیا زون د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو ارزونې د دویم پړاو د نظر ثاني پایلې اعلان کړې دي.
پایلې د لاندې لینک له . . .
فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان
میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛ ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .