د لېسانس او فوق لېسانس (ماسټرۍ او دوکتورا) په کچه د مصر هېواد د تحصیلي بورس خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د مصر هېواد د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی چې ۴ یې د لېسانس په کچه او ۸ نور یې د فوق لېسانس (ماسټرۍ او دوکتورا) په کچه دي. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د لارښوونې سره سم په عمومي توګه اعلانېږي.

د بورس شرطونه او د اړتیا وړ سندونه:

1.         د لېسانس دورې لپاره د نوماند د نومرو سلنه باید د ۷۰ څخه لوړه وي؛ (د ښوونځي د شهادتپاڼې اصلي سند درلودل اړین دي)

2.         د فوق لېسانس دورې لپاره د نوماند د نومرو سلنه باید د ۶۸ څخه لوړه وي؛ (د تحصیلي اصلي سند درلودل اړین دي)

3.         د لېسانس دورې لپاره د نوماند د فراغت کال باید د ۱۳۹۷-۱۳۹۹ پورې وي.

4. د تابعیت پېژندپاڼه او د زېږون کارت

5.         د الوتکې ټکټ او د تګ او راتګ لګښت د زدکړیال په غاړه دی.

6.         زدکړیال ته په میاشت کې یو سلو اویا مصري پونډه چې ( ۱۲$) امرکایي ډالره کېږي، د بدل اعاشې لپاره ورکول کېږي  او زدکړیال د تحصیلي دورې په بهیر کې د لېسانس په دوره کې (۳۰$) دېرش امریکایي ډالر او د ماسټرۍ په دوره کې (۵۰$) پنځوس امریکایي ډالر په ورکولو سره د لیلیې څخه د ګټې اخیستنې حق لري.

7.         د مصر په پوهنتونونو کې د منلو لپاره  اړین سندونه عبارت دی له: د شهادتپاڼې اصل، د پاسپورت کاپي د زېږون سند کاپي د مصر عربي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت د وېبپاڼې له لارې چې په لاندې ډول دي: https://admission.study-in-egypt.gov.eg واستول شي. د یادونې وړ ده چې په مصر کې د نوماندانو د تحصیلي سندونو د ژباړې، تائید او معادله (۲۰۰۰) دوه زره مصري پونډه چې شاوخوا (۱۳۰$) یو سلو دېرش امریکایي ډالره لګښت کېږي چې په خپله د نوماند په غاړه دي.

8.         د نوماند سندونه باید له ۱۵/۵/۲۰۲۱ نیټې څخه مخکې په یاد شوې وېبپاڼه کې راجسټر شي. د نوماندانو هر ډول سند وروسته له یادې شوي نېټې څخه د منلو وړ نه دي؛

9.         لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په وروستیو کې یې د دوولسم شهادتپاڼه، یانې د ۲۰۲۰ کال شهادتپاڼه ولري؛

10.       د پاسپورت کاپي

11.       د انجنیرۍ او محاسبې پوهنځیو لپاره، د پوهنځي د څلور کلنو نومرو ټرانسکرېپټ، د فارغ التحصیلۍ طرحې یا مونوګراف یوه نسخه کاپي

هغه اړین ټکې چې باید جدي پاملرنه ورته وشي:

          هغه کسان چې د لېسانس لپاره ورپېژندل کېږي باید ښوونځي د نومرو سلنه یې د ۶۸ سلنې څخه لوړ وي، همدارنګه هغه زدکړیال چې د ماسټرۍ په لومړنۍ پړاو کې ناکام شي، بیاځلي د نوملیکنې حق نه لري او  نه شي کولی د ماسټرۍ په مرحله کې شامل شي.

          د امنیتې وضعیت او د مصر او ایران تر منځ خرابو اړیکو په پام کې نیولو سره د نوماند شهادتپاڼه باید د ایران اسلامي جمهوریت څخه نه وي، د ایران د ناسمو اړیکو له امله چې د مصر امنیت سره یې لري د ایران فارغانو سندونه نه منل کېږي.

          نوماندان باید د پاکستان له دیني مدرسو څخه لکه (وفاق المدرس او نورو) شهادتپاڼه ونه لري.

د یادونې وړ ده چې د فوق لېسانس لپاره په لومړي پړاو کې باید د نوماند سندونه د مصر پوهنتونونو د مقرراتو سره سم د https://equ.scu.eg ویبپانې له لارې معادلې ته وړاندې شي او د معادلې پروسه له دوو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسې او شاوخوا ۲۰۰ امریکایي ډالر لګښت لري چې د نوماند په غاړه دي.

غوښتونکي کولی شي چې تر ۶/۶/۱۴۰۰ نېټې پورې چې د ۲۸/۸/۲۰۲۱  نېټې سره سمون لري نوملیکنه وکړي او د بورس د پای نېټې څخه  مخکې کولی شي د لوړو زده کړو وزارت د عمومي منښت ۲۱ شمېرې غرفې څخه د اړتیا وړ فورمونه لاسته راوړې او تر ډکولو وروسته بېرته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې که چېرې د غوښتونکو شمېر د یادو شویو بورسونو له شمېر څخه ډېر وي، نو یو کس وړ نوماند به د ښوونځي او پوهنتون د لوړې نومرې د سلنې په پام کې نیولو سره وټاکل شي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .