انجنیر ضیاء الرحمن مولوي زاده د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو
انجنیر ضیاء الرحمن مولوي زاده د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو.
په دې مراسمو کې د میدان وردګو لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهنیار مسعود حسن زي د مالي او اداري چارو له نوي معاون سره د همکارۍ د کولو پرمهال د اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقاء لپاره د افرادو پر فردي او ټولنیزو مسوولیتونو خبرې وکړې.
د ښاغلي حسن زي په وینا، وظیفه هغه امانت دی چې حق یې یوازې د صادقانه چلند، اخلاص او تقوا له لارې ترلاسه کېدای شي.
د غونډې په دویمه برخه کې مولوي نثار احمد حاتمي د علم د ارزښت په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
ورپسې د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې د بشري منابعو عمومي مدیر محمد امین حکیمي د دغې مؤسسې د مالي او اداري مرستیال په توګه د انجینر ضیاء الرحمن د ټاکلو په اړه د ریاست الوزراء حکم ولوست.
د مراسمو په پای کې د میدان وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس د دغې موسسې نوی مالي او اداري مرستیال په خپل دفتر کې اړوندو کارکوونکو ته ور معرفي کړ، نوي مالي او اداري معاون په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.