اوسنی وضعیت ایجابوي چې داسې علمي معیارونه رامنځته شي چې افغانستان د پرمختګ په تګلوري برابر کړي

دغه ټکی د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني په هغه ناسته کې څرګند کړ چې د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو د ستونزو هوارولو، حل لارو، فرصتونو په ګوته کولو او غوښتنو په موخه جوړه شوې وه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ټولو خصوصي پوهنتونونو او خصوصي تحصیلي موسسو له مشرانو وغوښتل چې د اسلامي موخو او ارزښتونو په رڼا کې علم او پوهې ته پراختیا ورکړي او د لوړو علمي معیارونو په رامنځته کولو د افغانستان ځواک لوړ کړي.
نوموړي همدارنګه له دوی وغوښتل چې د نافذه قوانینو پر بنسټ ګډ تحصیلي نظام پروسې ته د پای ټکی کېږدي او د خیالي زدکړیالانو جذبولو او د خپلسرو پوهنځیو او ډیپارټمنټونو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي.
شیخ حقاني وویل:" د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو فعالیتونه باید د هېواد د ملي ګټو او اسلام په چوکاټ کې وي او د کیفیت، روڼتیا او د واحد نصاب په رامنځته کولو سره د هېواد بچیانو ته د اسلامي ښوونې او روزنې لار هواره کړي."
شیخ حقاني ټینګار وکړ چې لوړو زده کړو بنسټونو کې اداري او اخلاقي فساد په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او که چېرې د قانون سره په ټکړ کې کوم ګام پورته کېږي، نو لوړو زده وزارت به له ورته بنسټونو سره په کلکه چلند وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه له خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه وغوښتل چې د فیسونو په برخه کې تخفیف په پام کې ونیسي او د خلکو اقتصادي شرایطو ته په کتو سره اسلامي ترحم او د وطندوستۍ همکاري ونه سپموي.
په دغه ناسته کې د خصوصي پوهتونونو او لوړو زده کړو موسسو یو شمېر رییسانو او استازو ژمنه وکړه چې د اسلامي ارزښتونو او نافذه قوانینو په رڼا کې به خپلو کړنو ته دوام ورکوي او په هر ګام کې به د لوړو زده کړو وزارت مقام او مشرتابه سره همکار او همغږي وي.