بدخشان پوهنتون کې اته پراختیایې پروژې افتتاح او د یوې بلې پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۵:۳۱
افتتاح هشت پروژه انکشافی

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ، بدخشان پوهنتون کې اته مهمې پروژې پرانیستلې او د یوې بلې پروژې د بنسټ ډبره یې کېښوده.
دغه پروژې چې د انجینري پوهنځي تدریسي تعمیر، د کیمیا ډيپارټمنټ لابراتوار، د کیفیت د تضمین د واحد تجهیزول، د تشنابونو جوړول او د ښوونې او روزنې پوهنځي د بنسټ ډبرې ایښودلو ته شاملیږي، د لوړو زده کړو وزارت له پراختیایي بودیجې، د هند هیواد له مالي مرستې، او د لوړو زده کړو وزارت له پراختیایې برنامې (HEDP)څخه تمویل شوې دي چې ټول لګښت يې ۸۶ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبد التواب بالاکرزي په هغه غونډه کې چې په دې تړاو بدخشان پوهنتون کې جوړه شوې وه، بدخشان پوهنتون کې د وروستنیو پراختیایې فعالیتونو څخه د مننې وړاندې کولو په ترڅ کې؛ دې ولایت ته د خپل سفر موخې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو له استادانو او مسؤولینو سره لیده کاته او په هیواد کې د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو لا ښه کول وبلل.

افتتاح هشت پروژه انکشافی

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د نویو پوهنځيو د جوړولو په باره کې وویل: «موږ د هغو څانګو جوړولو ته لومړيتوب ورکوو چې د خلکو په ژوند او چاپیریال کې بدلون رامنځته کړي او د یاد ولایت په کارموندنې او اقتصاد کې مهم رول ولري

نوموړي د بدخشان پوهنتون او د دغه ولایت د مقام د غوښتنو او وړاندیزونو په تړاو وویل چې لوړو زده کړو وزارت د خپلو امکاناتو او برابرې پراختیا په نظر کې نیولو سره، د هیواد د پوهنتونو د ستونزو په حلولو کې اقدام کړی او د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د هایډورلیکس، ګرځندوی، د اوبو او چاپیریال انجینري مدیریت څانګو په جوړولو سره چې کولای شي ددغه ولایت په پراختیا او اقتصادي پیاوړتیا کې مؤثر واقع شي، همغږی دی.

افتتاح هشت پروژه انکشافی

نوموړي همدا ډول زیاته کړه چې د ښځینه محصلینو او کمپیوټر لب د ستونزو د حل په برخه کې په راتلونکي کال کې یې یو باب ۵ پوړیزه لیلیه په نظر کې نیولې ده او د کمپیوټر لب جوړول هم تر تدارکاتي مراحلو لاندې دی.
پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه چې دغه وزارت د خپلې بودیجې چې د ټولې ملي بودیجې ۲ سلنه تشکیلوي ، په نظر کې نیولو سره، مسؤولیت لري تر څو یاده بودیجه په برابر ډول سره په ۳۸ تحصیلي بنسټونو کې په مصرف ورسوي، چې په دې توګه سره به یو څه ستونزمنه وي چې د ټولو غوښتنو ته په خپل وخت لاسرسی صورت ومومي.
پوهنمل بالاکرزي د تحصیلي کیفیت او فعالیتونو باره کې چې په دې برخه کې تر سره شوي دي هم معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې په تحصیلي نصاب باندې کار روان دی او د روان کال تر پایه به د هغه ۵۰ سلنه پوره شي. دغه نصاب په نړیوالو معیارونو برابر او د اړوندو ادارو سره په مشوره جوړیږي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د استادانو او کارمندانو، علمي څیړنو، د محصلینو خدمتونو، تقنیني اسنادو او د دې وزارت د تشکیلاتو په معقوله توګه برابرولو په باره کې د لوړو زده کړو وزارت د اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

اوس مهال په هیواد کې ۱۷۰ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه فعالیت لري، چې یاد رقم د کمیت له نظره د هیواد نفوسو ته په توجه کولو سره د پام وړ دی، خو له کیفي نظره ستونزې شتون لري چې د لیکل شویو او یو په بل پسې دوامداره برنامو په باره کې د اجرا په حال کې دي.

په یادو مراسمو کې، د بدخشان والي محمد ذکریا سودا د یادو شویو پروژو په پرانیستلو سره د خوښۍ اظهار وکړ او ویې ویل د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ په بدخشان کې د لوړو زده کړو د پراختیا او ودې لپاره ارزښتمند ګامونه پورته کوو او موږ د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د څو پروژو د پرانیستې او د بنسټ د ډبرې ایښودلو شاهدان یو.

افتتاح هشت پروژه انکشافی

نوموړي د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د طب، هايډرولیکس او ګرځندوی برخو کې د اړتیاوو په اړه هم خبرې وکړې. او د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست څخه یې وغوښتل تر څو پدې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د بدخشان پوهنتون رئیس، محمد قاسم آریا د نوموړو پروژو او د هغوی د اهمیت په اړه خبرې وکړې. او یو لړ نورې غوښتنې او ستونزې لکه د پوهنتون د ځمکې پراخول، د اداري کادرونو د تشکیل رامینځته کول، د استادانو د هستوګني لپاره کورونه، د بودیجې کموالی، د سپورټ میدانونه او د ښځینه او نارینه لیلیو نشتون، د څیړنیز مرکز او میلمستون جوړول، د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.

د یادې غونډې له ویناوالو څخه یو هم په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی او د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي چارو او پوهنې او لوړو زده کړو د کمیسیون غړی ډاکټر احمد ضیا یفتلي و چې د لوړو زده کړو وزارت د وروستنیو پروګرامونو او اقداماتو ستاینه یې وکړه او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت ښه پروګرامونه په پام کې لري او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خپل ځوان ټيم سره د خدمت کولو قوي هوډ لري.

افتتاح هشت پروژه انکشافی
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر سفرونه د هیواد د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ارزولو او د ستونزو د حلولو لپاره لا هم دوام لري او ډير ژر به د نورو ولایتونو له پوهنتونو څخه هم لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۵۰
Background image

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته اصلاحي بیان وکړ

 

د کابل ولایت علماوو شورا رئیس محترم شیخ القرآن والحدیث خلیفه صاحب دین محمد د لوړو زده کړو وزارت رئیس صاحبانو، امرینو او نورو اداري او خدماتي کارکوونکو ته د دغه وزارت د غونډو په عمومي. . .

BACK TO NEWS