تدارکاتي خبرتیا !

ameen_admin
uiaiuriusd


(د کندز پوهنتون د (۱۸۰۰) جريبه ځمکې په برابر د داوطلبۍ خبرتیا غځېدل)
ټاکل شوې وه، چې د (۱۸۰۰) جريبه ځمکې په برابر چې د دغه ولایت په دشت ابدان سېمه کې واقع ده، د داوطلبۍ غونډه د ۲۹/۸/۱۴۰۲هـ ش نېټې دوشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیر بنا ریاست د اسکانو او املاکو امریت په کاري دفتر کې ترسره شي.
د وزارت محترم مقام د هدایت پر بنسټ د یادې داوطلبۍ د غونډې نېټه د نورو ۱۵ (پنځلس) ورځو لپاره غځېدلې ده، د کندز پوهنتون د (۱۸۰۰) جريبه ځمکې په برابر د داوطلبۍ غونډه به د ۱۴/۹/۱۴۰۲هـ ش نېټې د سه شنبې په ورځ د په سهار لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا ریاست د املاکو او اسکانو امريت کاري دفتر کې ترسره شي.