خبرتیا: د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د کانکور آزموینې د ګډونوالو او په لوړو زده کړو مؤسساتو کې د موجودو محصلانو د پام وړ

ناپیژنده (not verified)

- د دولتي لوړو زده کړو مؤسساتو د ورځنيو، شپنيو او اختصاصي برنامو د کانکور آزموینه په کابل او ولایاتو کې د آزموینو ملي ادارې لخوا د ټاکل شوي تقویم سره سم اخیستل کیږي، هر داوطلب حق لري چې پخپله خوښه پنځه انتخابه وکړي، بناءً له ټولو داوطلبانو څخه غوښتل کيږي چې په دقیقه او پوره خبرتیا سره د خپلې خوښې څانګه د کانکور د آزموینې د جواباتو په پاڼه کې انتخاب کړي، ځکه د کانکور د آزموینې د پایلو له اعلان وروسته هيڅ ډول تبدیلي له یوې تحصیلي مؤسسې څخه بلې تحصیلي مؤسسې ته او یا له یوې تحصیلي څانګې څخه بلې تحصيلي څانګې ته شونې نه ده. همدارنګه د شپنيو برنامو ټول داوطلبان په مقرره کې د ټاکل شوي فیس په مقابل کې (۷۰۰۰ اوه زره افغانۍ په سمسټر کې) کولی شي په دولتي لوړو زده کړو مؤسساتو کې په شپې ټایم برنامو کې نوم ثبت کړي او خپل تحصیل ته ادامه ورکړي د پایلو له اعلان او لوړو زده کړو مؤسساتو ته له ورپيژندنې وروسته په خپل ټاکلي وخت د فیس د نه تأدیه کولو په اړه هيڅ ډول عذر د منلو وړ نه دی.

۲- په خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو کې شاملیدل، د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د کانکور آزموینې اخیستلو طرزالعمل پر اساس ترسره کيږي. د خصوصي لوړو زده کړو ټول مؤسسات مکلف دي چې د یاد شوي طرزالعمل سره سم اجراآت وکړي او د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو داوطلبان مکلف دي چې اوسنی طرزالعمل مطالعه کړي او د هغه سره سم په لوړو زده کړو خصوصي مؤسساتو کې د کانکور آزموینې لپاره تیاری ونیسي. په خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو کې د کانکور اخیستلو طرزالعمل او د پسرلني سمسټر د کانکور آزموینو اخیستلو وخت د لوړو زده کړو وزارت په ویب سایټ کې موجود دي.

۳-  د څوارلسم صنف فارغانو اختصاصي کانکور آزموینه د موجوده طرزالعمل پر اساس، د اعلان شوي تقویم سره سم د آزموینو ملي ادارې لخوا اخیستل کيږي. په لوړو زده کړو مؤسساتو کې د څوارلسم صنف فارغانو جذبولو طرزالعمل د لوړو زده کړو وزارت په ویب سایټ کې ستاسو په واک کې دی.

۴- د تأجیل، منفکي، تجدید نظر، کامیابي، ناکامي او د آزموینې چانس موارد د اوسنیو تقنیني اسنادو، لوایحو او طرزالعملونو سره سم د پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسساتو له صلاحیتونو څخه دي او د پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسساتو محصلانو څخه په کلکه غوښتنه کیږي چې په پورتنیو مواردو کې لوړو زده کړو وزارت ته مراجعه ونکړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements