خبرتیا !

eshaq_admin
erterter

د قطر هېواد په لاندې شرایطو او امتیازاتو د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کلونو لپاره په بېلابېلو څانګو کې د دوه تحصیلي بورسونو د ورکړي خبر ورکړی.
د بورس د اړتیا وړ اسناد او شرایط:
-    لږ تر لږه د 7.0 نمرو سره د IELTS سند او یا IBT- 95 نمرو سره د ټافل سند درلودل.
-    د 550 نمرو سره د ریاضياتو SAT سند او یا د 22 نمرو سره د ACT سند درلودل.
-    د دولسم ټولګي شهادتنامه او یا د هغې معادل درلودل.
-    د ښوونځي د نمرو فيصدي د ۹۰ فيصد څخه کمه نه وي.
-    داوطلبان باید د 1402 هـ ش کال فارغ وي.
د بورس امتیازات:
-    د تحصیل فیس
-    د کتاب او قرطاسيې لګښت
-    روغتیايي بيمه
-    له ليليې څخه تر پوهنتون پوري ورځنی ښاري ټرانسپورټ 
-    د بهرنیانو لپاره د ويزې لګښت
-    په کال کې یو ځل د تګ او راتګ ټکټ 

بنأ په شرايطو برابر هغه داوطلبان چې غواړي د یاد هېواد تحصيلي بورسونو ته نوم ليکنه وکړي، کولای شي په www.udst.edu.qa ويب سايټ کې د 1/1/2024 نېټې څخه تر 31/1/ 2024 نېټې پوري خپله نوم ليکنه وکړي او اړينې فورمې چې د دې خبرتیا سره مل او لاندې موجود دي، ترلاسه کړي او د ډکولو وروسته د لوړو زده کړو وزارت عمومي پذيرش (11) شمېرې غرفې ته وسپاري.

تعهد نامه

تضمین خط

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements