داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

ناپیژنده (not verified)
h

Publish Date

Closing Date

سرلیک: د (۱۳۹۹) مالي کال لپاره د کابل پوهنتون د نارینه لیلیې (۳۴) قلمو او ښځینه لیلیې (۳۷) قلمو اعاشې توکو  د تهیې او تدارک پروژه

داوطلبۍ ته د بلنې شمیره: NPA/MOHE/99/G-2838/NCB

د ملي تدارکاتو اداره (NPA) د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د (۱۳۹۹) مالي کال لپاره د کابل پوهنتون د نارینه لیلیې (۳۴) قلمو او د ښځینه لیلیې (۳۷) قلمو اعاشې توکو د تهیې او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندي شرطپاڼې نقل دې له ویب سایټ {www.ageops.net} په فلش یا میموري کې د  ملي تدارکاتو ادارې د پروژو د تحلیل او پراختیا پروګرامونو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې مندرجو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د خبرتیا د خپریدو نیټې څخه د ۱۳۹۸ د سلواغې ۲۸ نیټې د دوشنبې ورځې سهار تر ۱۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ادارې د کنفرانسونو هال ته چې د ولسمشریزو چارو ادارې عمومي ریاست، ملي تدارکاتو ادارې تعمیر لومړی پوړ، کابل، افغانستان کې موقعیت لري، وسپاري. وروستي رسیدلي او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه د نارینه لیلیې اعاشې توکو د لومړي لاټ لپاره (۱۳۰۰۰۰۰) یو میلیون او دری سوه زره افغانۍ او د ښځینه لیلیې اعاشې توکو د دویم لاټ لپاره (۱۴۰۰۰۰۰) یو میلیون او څلور سوه زره افغانۍ دي.

د آفر پرانیست غونډه د (۱۳۹۸) د سلواغې (۲۸) نیټې د دوشنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو ملي تدارکاتو ادارې د کنفرانسونو هال، د ملي تدارکاتو ادارې تعمیر لومړی پوړ، د ولسمشریزو چارو ادارې عمومې ریاست - کابل، افغانستان کې جوړیږي.

پټه: د ملي تدارکاتو ادارې کنفرانسونو هال، د ملي تدارکاتو اداره، د ولسمشریزو چارو ادارې عمومې ریاست، پښتونستان واټ - کابل، افغانستان.

د اړیکې کس: ګل محمد یعقوبي

د اړیکې شمیره: ۰۲۰۲۱۴۷۵۵۴

الیکټرونیکې پته: aziz.obaidi@aop.gov.af کاپې gulmohammad.yaqubi@npa.gov.af

یادونه: د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه د (۱۳۹۸) کال د سلواغې (۱۶) نیټې د سهار (۱۰) بجو د ملي تدارکاتو ادارې مقر، د پروژو د تحلیل او برنامو د پراختیا ریاست، پښتونستان واټ، دویمه ناحیه کابل – افغانستان.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده . . .

Back to tenders