داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا ! 

ameen_admin
jksdfkjsdkjs

Publish Date

Closing Date

 

عنوان: د درې لاټونو په ګډون د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون( طبيعي علومو، اختصاصي علومو او تربيتي او مسلکي علومو) لابراتواري توکو، وسايلو او تجهيزاتو تهیه او تدارک پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-70
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د درې لاټونو په ګډون د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون( طبيعي علومو، اختصاصي علومو او تربيتي او مسلکي علومو) لابراتواري توکو، وسايلو او تجهيزاتو تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {10/30/1402} نېټې د شنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو په بڼه د اول لاټ لپاره 370,000 (درې سوه اویا زره) افغانۍ. دويم لاټ 94,000 (څلور نوي زره) افغانۍ او درېيم لاټ 29,000 ( نهه ويشت زره افغانيو په اندازه وړاندې کېږي
د افر تضمين باید د افر د اعتبار له مودې څخه ۲۸ ورځې زیاتې وي، يعنې د افر خلاصولو له نېټې څخه ۱۱۸ ورځې د اعتبار وړ وي. 
د افر خلاصولو غوڼده به د {30/10/1402} نېټې شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.   
د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: saririnasrat90@gamail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د جدي میاشتي په (۲۰) نېټه چهارشنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د توکو تدارکاتو او غیرمشورتې خدمتونو په امريت کې دايرېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders