داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا ! 

ameen_admin
نتیسبانتیسبنت

 

عنوان: د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت (۲۹) قلمه ورزشي لوازماتو تهیه او تدارک پروژه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/G-56
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت (۲۹) قلمه ورزشي لوازماتو تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {26 قوس 1402} نېټې د یکشنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو 80,000 ( اتیا زره) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي
د افر تضمين باید د افر د اعتبار له مودې څخه ۲۸ ورځې زیاتې وي، يعنې د افر خلاصولو له نېټې څخه ۱۱۸ ورځې د اعتبار وړ وي.
یادونه! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د {26 قوس 1402} نېټې یکشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.  
د اړيکو شمېره: 0202514078
برېښناليک پته: sardaraghasamadi76@gmial.com   
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۲ هـ ش کال د قوس میاشتي په (۱۵) نېټه سه شنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د توکو او خدمتونو په امريت کې دايرېږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements