داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
عنوان: د هلمند ولایت ديني جامعاتو او تخصصاتو ساحي د تدريسي او اداري استفادې په موخه د ګدام، ليليې اتاقونو او لنډسکيپ بیاروغونه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/ W-05
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د هلمند ولایت ديني جامعاتو او تخصصاتو ساحي د تدريسي او اداري استفادې په موخه د ګدام، ليليې اتاقونو او لنډسکيپ بیاروغونې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {02 لړم 1402} نېټې سه شنبې ورځې د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (850000) اته سوه پنځوس زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي او د افر خلاصولو غونډه په یاده نېټه د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په تالار کې ترسره کېږي.
یادونه! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د به د {22 میزان 1402} نېټې شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د ساختماني تدارکاتو امریت کې ترسره کېږي.