داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
سرلیک: د البیروني پوهنتون د انګړ داخلي ۲۵۷ کیلو متره سړک جوړول
داوطلبۍ ته د بلنې شمیره:/W-016 MOHE/99 /NCB
د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوی چې د البیروني پوهنتون د انګړ داخلي د ۲۵۷ کیلو متره سړک جوړولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې اړوندي شرطپاڼې نقل د ملي تدارکاتو له سایټ(http://www.npa.gov.af) یا هم د لوړوزده کړو وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې مندرجو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د خبرتیا د خپریدو څخه تر ۲۲ ورځو پوري د لوړوزده کړو وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته، دریمه ناحیه کابل- افغانستان کې موقعیت لري، وسپاري.
وروستي رسیدلي او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه(۲۰۰۰۰۰۰) دوه میلیونه افغانۍ دي. د آفر پرانیست غونډه د لوړوزده کړو وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست د غونډو په تالارکې جوړیږي.