داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
![h](/sites/default/files/2020-11/tdarkaty_12_11.png)
Publish Date
Closing Date
سرلیک: د میدان وردګو لوړو زده کړو موسیسې لپاره د یوه پایه ۴۵ کیلو واټو جنراټور د هغه له ټولو اړوندو چارو سره یې، د تهیې او تدارک پروژه داوطلبۍ ته د بلنې شمیره:/
G-009 MOHE/99 /NCB د لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوی چې د میدان وردګو لوړو زده کړو موسیسې لپاره د یوه پایه ۴۵ کیلو واټو جنراټور د هغه له ټولو اړوندو چارو سره یې، د تهیې او تدارک پروژې په پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندي شرطپاڼې نقل په وړیا ډول په فلش یا میموري کې د لوړوزده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطپاڼې مندرجو شرایطو، د قانون او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په سر تړلې بڼه د خبرتیا د خپریدو څخه تر ۲۱ ورځو پوري د لوړوزده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته، دریمه ناحیه کابل- افغانستان کې موقعیت لري، وسپاري وروستي رسیدلي او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه (۵۰۰۰۰) پنځوس زره افغانۍ دي. د آفر پرانیست غونډه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست کې جوړیږي.