داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د پروژې سرلیک: د سمنګان لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي او لیلیې د انټرنټ شبکې جوړونې پروژه
داوطلبۍ ته د بلنې شمیره: : MOHE/GOND-0N/1400/NCB/G-038
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د سمنګان د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځۍ او لیلیې د انټرنټ شبکې جوړونې پروژې داوطلبۍ په بهیر کې ګډون او خپل آفرونه دې په شرط پاڼه کې له ذکر شویو شرایطو، د قانون او د ا. ا. ج. تدارکاتو له کړنلارې سره سم په تړلې بڼه وړاندې کړي.
د اړوندې شرط پاڼې اصول:
د www.npa.gov.af ،www.ageops.net وېبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړۍ او د آفرونو سپارلو نېټه د خبرتیا د خپرېدو له نیټې څخه تر 28/12/1399 نېټې د سهار تر ۱۰ بجو پورې چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده، تر سره کېږي. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستغونډه د {1399 لمريز کال د کب 28 مه} نېټه پنجشنبې ورځ د سهار 10:00 بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستلو تالار کې چې د کابل په څلورم کارته، درېیمه ناحیه کې موقعیت لري جوړېږي.
د آفر تضمین:
د آفر تضمین دې د نغدي پیسو یا بانکې ګرانټې په بڼه( 70000) اویا زره افغانۍ وړاندې شي.
د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار له مودې څخه تر 28 ورځو ډېر وي، یعنې آفر د پرانيستلو له نېټې څخه تر 118 ورځو پورې د اعتبار وړ وي.
د بانک تضمین دې د شرط پاڼې له اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره، چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي، وړاندې شي. د اړوندې پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه او اندازه او د هغې ټول متنونه باید دقیق وي او پرته له قلمي اشتباه (قلم وهنې) وي.
د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی چمتو شي، د هغې کاپي او سکن د منلو وړ نه دي او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي که غوښتونکي مشترک وي، د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دي.
یادونه: که د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرط پاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او له داوطلبۍ مخکې غونډه به په 18/12/1399 نېټه د سهار ۱۰ بجو د تدارکاتو ریاست د غونډو په تالار کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: 0202514078