داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
عنوان: د عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د دوه بلاکونو داخلي انټرنټي شبکې جوړولو تدارک او چمتو کول.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-033
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د د عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د دوه بلاکونو داخلي انټرنټي شبکې جوړولو تدارک او چمتو کولو پروژې ته په پروسه کې ګډون کړی وو او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي وه، خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ( ۱۴۰۱هـ ش کال د جدي ۲۲مې) نېتې پنجشنبې ورځ د سهار تر ( ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزات، تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعیت لري سپارلی شئ، ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (228،990 ) دوه سوه اته ویشت زره نهه سوه نوي افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غونډه به سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت، تدارکاتو ریاست کې، چې د افغانستان، کابل په درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعیت لري دايرېږي.
د اړيکو شمېره: 0202514078
الیکترونيکي ادرس: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د جدي میاشتي په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست کې دايرېږي.