داوطلبۍ خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
(د کندز پوهنتون د (۱۸۰۰) جريبه ځمکې په برابر په قرارداد ورکولو داوطلبۍ غونډې ځنډېدل) ټاکل شوې وه، چې د (۱۸۰۰) جريبه ځمکې په برابر چې د دغه ولایت په دشت الچين سېمه کې واقع ده، په اجارې د ورکولو غونډه د ۱۴/۹/۱۴۰۲هـ ش نېټې سه شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیر بنا ریاست د اسکانو او املاکو امریت په کاري دفتر کې ترسره شي. د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د حکم پر بنسټ د یادې ځمکې داوطلبۍ غونډه ځنډېدلي ده. په همدې موخه د ټولو هغو شرکتونو څخه چې د کندز پوهنتون د (۱۸۰۰) جريبه ځمکې په برابر د داوطلبۍ کې د ګډون هيله لري، تر بلې خبرتيا پوري چې د لوړو زده کړو وزارت د ويب سايټ څخه به خپرېږي، منتظر شي.