دلوړو زده کړو وزارت علمي معين په خپل کاري دفتر کې د اردن هېواد د التنال العربي ادارې د مجلس له رئيس سره چې څو ورځې مخکې د عربي ژبې د کورسونو د دایرولو په موخه افغانستان ته راغلى و، وکتل.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۴:۲۴
نتیعبانتسینتبسی


په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هغه ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د عربي ژبې ادبیاتو، نصاب، تدریسي میتودونو، د کتابتونونو، ساینسي څیړنو او نورو برخو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د اردن د التنال العربي ادارې د مجلس رئیس دوکتور عبدالرووف زهدي مصطفی افغانستان ته له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د محصلینو لپاره یې د عربي ژبې د کورسونو د تنظیم په برخه کې د خپلو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له خوا په مطرح شویو مواردو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې تیره اونۍ د اردن هیواد د التنال العربي ادارې د مجلس رئیس دوکتور عبدالرووف زهدي مصطفی او د هغه همکاران د لوړو زده کړو وزارت په بلنه او د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې محصلانو ته د عربي ژبې زده کولو او نورو علمي همکاريو په موخه افغانستان ته راغلي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS