دوکتور لطف الله خیر خواه د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین په توګه معرفي شو
د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ عبدالباقي حقاني د علمي چارو معین دوکتور لطف الله خیرخواه د پېژندنې په مراسمو کې د مرکزي ادارو رییسانو ته وویل چې ښاغلی خیرخواه یو متقي، اخلاصمن، په کار پوه او د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معینیت لپار وړ شخص دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ حقاني د علمي چارو د مخکني معین انجنیر روح الله روحاني له کړنو او خدمتونو مننه وکړه او نوي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ته یې په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.