د لوړو زده کړو سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي هرات ولايت ته د کاري سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د نوي تاسیس شوي د تخصصاتو رياست څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هرات ولایت تخصصاتو رياست د بېلابېلو برخو څخه د ليدنې ترڅنګ د ياد رياست د مسؤلينو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزير د هرات ولايت تخصصاتو رياست درسي ټولګي، دفترونه، کتابتون او بېلابېلې برخې وکتلې او اړونده مسؤلينو ته یې د دغه رياست د اړتياوو او ستونزو ته په عاجله توګه رسېدو په برخه کې لارښوونې وکړې.