د پوهنتونونو له نشراتي مسئولينو سره د لوړو زده کړو وزارت د وياند ويډيويي کنفرانس
د لوړو زده کړو وزارت د ویاندوی دفتر او ۳۹ ولایتي او مرکزي پوهنتونونو نشراتي مسوولینو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه. په دغه ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهنیار حامد عبیدي په مشرۍ وشوه؛ د ټولو دولتي پوهنتونونو نشراتي مسوولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
په یاده ناسته کې د مرکزي پوهنتونونو د نشراتو برخې مسوولینو او د لوړو زده کړو وزارت نشراتي ټیم یو شمېر کار کوونکو په حضوري او د ولایتي پوهنتونونو نشراتي مسوولینو په غیر حضوري (آنلاین) توګه ګډون درلود.
د دولتي پوهنتونو نشراتي مسوولینو د لوړو زده کړو وزارت ویاند د هڅو ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د لا ډېر کار کولو وړاندیز وکړ. د دولتي پوهنتونونو د نشراتو مسوولینو ډاډ ورکړ چې اوسمهال دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت اړوند ټول خبرونه تر محصلينو او کار کوونکو رسوي او په دې برخه کې به خپل کارونه لاچټک کړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند پوهنیار حامد عبیدي د ولایتي او مرکزي پوهنتونونو د نشراتو اړوند ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به یې د اوارولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې هم د لوړو زده کړو وزارت د ویاندوی دفتر او د هېواد ټولو دولتي پوهنتونونو نشراتي مسوولینو تر منځ د همغږۍ ناسته شوې وه چې پکې د نشراتو اړوند ستونزې واورېدل شوې او اوس تر ډېره بریده اوارې شوې دي.