د آزادۍ په لومړي (۱۴۴۳ هـ.ق) کال کې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۷:۴۹
wqrfd

(لومړۍ برخه)

د وزارت او اړوندو زده کړه ییزو بنسټونو ساتنه او پالنه:

 د ۱۴۴۲ هـ ق کال په وروستیو کې د ګڼ شمېر ولسوالیو د ګړندي بهیر په جریان کې د جګړې څپې ښارونو ته نيږدې شوې او د ولایتونو د فتحې څرک ولګېده، چې په اساس یې د همدې کال له نېکمرغه لوی اختر څخه وروسته د ا.ا.ا د عالي تحصیلاتو ادارې د مرکزي مسئولینو په مشرۍ د مرکز (کابل) په شمول ټولو زونونو ته پلاوي واستول، ترڅو د پوهنتونونو او زده کړه ییزو بنسټونو له چارواکو سره له نیږدې وګوري او په سیمه ییزه کچه یې د خونديتوب او ساتنې لپاره ګډ پلان ترتیب او لازم ابتدائي اقدامات ترسره کړي.

 زونونو او ولایتونو ته لېږل شويو پلاویو د ولایتونو د فتحې په جریان کې د سیمه ییزو مجاهدینو په مرسته د مرکز او ولایتونو د زده کړه ییزو بنسټونو ودانیو ته ځانونه ورسول او د خونديتوب لپاره یې ټولې هڅې په کار واچولې. لله الحمد، چې نوموړي پلاوي بریالي شول، چې د وزارت په شمول د هېواد د ټولو دولتي او خصوصي زده کړه ییزو بنسټونو مادي او معنوي امکانات خوندي کړي، ودانۍ یې له تخریب څخه وساتي، نقلیه وسایط، تدریسي وسایل او نور اجناس یې له چور، ضایع کېدو او بې ځایه استعمال څخه خوندي شي او په دې برخه کې د هر ډول ناوړه پېښو د رامنځته کېدلو مخنیوی وکړي. د لوړو زده کړو وزارت او اړوند زده کړه ییزو بنسټونو په خونديتوب کې د مسئولینو، مجاهدینو او عامو هېوادوالو هڅې او ستړیاوې د ستایلو وړ دي.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS