د ا.ا.ا لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلینو د پام وړ:
دا چې د ژمي په موسم کې په سردسېرو ولایتونو کې د یخې هوا او اسانتیاوو د نشتون له امله په حضوري بڼه درسونه نه لوستل کېږي او په انلاین بڼه هم د درسونو دوام د تحصیلي نظام کیفیت راټیټوي، نو د ټولو سردسېرو ولایتونو تحصیلي بنسټونه، چې د خزاني سمستر ازموینې یې د لېندۍ (قوس) په ۱۰ یا ۳۰ نېټه پای ته رسیږي، رخصت کېږي او د پاتې سمسترونو درسونه به یې د (۱۴۴۴/۸/۱۳ هـ.ق ۱۴۰۱/۱۲/۱۵هـ.ش) نېټه پیل شي.
د یادونې وړ ده چې د ګرمسېرو ولایتونو د دولتي تحصیلي بنسټونو درسونه د (۱۴۴۳/۹/۱۲ هـ.ق ۱۴۰۱/۱/۲۵هـ.ش) نېټې رهبري شورا د پرېکړې سره سم دوام لري.
همدارنګه د دولتي تحصیلي بنسټونو نوي شامل شوي محصلین چې تر اوسه پورې یې نوملیکنه نه ده کړې د (۱۴۴۴/۵/۲۶هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۳۰هـ.ش) نېټې پورې دې نوملیکنه وکړي، چې درسونه به یې د (۱۴۴۴/۸/۱۳ هـ.ق ۱۴۰۱/۱۲/۱۵هـ.ش) نېټه پیل شي.