د ارزګان لوړو زده کړو مؤسسې ۱۱ اداري خالي بستونو لپاره له ۸۰ تنو نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس الحافظ انجنیر روح الله روحاني په مشرۍ پلاوي د ازموینې له جریان څخه څارنه وکړه. دغه راز ګډونوالو ته یې د بریا هیله وکړه او د پوره روڼتیا ډاډ یې ورکړ.
نوموړي وویل، په دغو بستونو کې څلورم او پنځم اداري بستونه شامل دي، چې د اسلامي اصولو سره سم به حق حقدار ته سپارل کېږي او بریالي کسان به لار ورته مومي.