د استاذانو د پام وړ
خبرتیا!
د استاذانو د پام وړ!
افغان نړیوال پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی لاندې څانګو لپاره په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:
د ماسټرۍ برنامې:
1. فقه او قانون. (قسم الفقه والقانون)
2. قانون او شرعي سیاست. (قسم القانون والسیاسة الشرعیة)
3. اسلامي اقتصاد او بانکوالي. (قسم الإقتصاد والمصارف الإسلامیة)
د دوکتورا برنامې:
1. فقه او قانون. (قسم الفقه و القانون)
2. قضاء او شرعي سیاست. (قسم القضاء و السیاسة الشرعیة)
3. اسلامي بانکوالي او مالي چارې. (قسم الأمور المالیه والمصارف الإسلامیة)
ټول په شرایطو برابر نوماندان چې په ذکر شوې څانګه کې یې د دوکتورا یا ماسټرۍ په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د 23 / ۲ /۱۴۰۱ څخه تر28 /۲/۱۴۰۱ (د شوال 12 نه تر 17 پوری)نېټې پورې د پوهنتون ادارې (د لوړو زده کړو وزارت د نصاب ریاست) ته وسپاري.