د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیالې د لوړو زده کړو وزیر سره ولیدل

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۵:۴۰
ل

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیالې مژګان مصطفوي او د یاد وزارت یوشمېر رییسانو د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر سره لیده کاته وکړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي او اداري مرستیالې په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر ته د مبارکۍ تر څنګ، په یاده برخه کې د نوموړي ټاکل کېدل یو پرځای اقدام وباله او تحصیلي برخه کې د بدلون راوستلو هیله مندي وښوده.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباص بصیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت مالي مرستیالې او ورسره راغلي پلاوي د هرکلي ترڅنګ خپلې برنامې هغوی ته وړاندې کړې او ویې ويل؛ چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه موخه د کارېدونکو او له نړیوالو معیارونو سره سمو زده کړو وړاندې کول دي.

د لوړو زده کړو وزیر هیله مندي څرګنده کړه؛ څو د خپلو برنامو په پلي کولو سره د تحصیلي برخې په کیفیت کې د خلکو تمې پای ته ورسوي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS