د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د علم او پوهې پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دی او د هیواد د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ او پراختیا لپاره هېڅ ډول هڅه نه سپموي.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۱:۱۸
kjsdfhjksdhfuis


په همدې موخه په کابل کې په جوړو شویو مراسمو کې د وردګ لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي له دوو څانګو څخه ۱۳۷ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د وردګ لوړو زده کړو موسسې رئیس فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا او پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅې نه سپموي.
نوموړي وویل، چې دا مهال د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ د هڅو له امله په وردګ لوړو زده کړو موسسه کې په ۱۶ پروژو کار روان دی، دا تحصیلي بنسټونو ته د افغانستان اسلامي امارت د پاملرنې یوه بېلګه ده.
دغه راز د فراغت په دې مراسمو کې د ټولګټو وزارت مرستیال، د وردګ لوړو زده کړو موسسې د کرنې او شرعیاتو پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر نورو ویناوالو په ټولنه کې د ساینس او پوهې، د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې لوړو زده کړو ته د محصلینو هڅولو، خلکو او هېواد ته صادقانه خدمتونو وړاندې کولو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د وردګ لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۳ هـ.ش کال کې د میدان وردګ ولایت په دشت توپ سیمه کې د یو پوهنځی او دوو څانګو په درلودلو سره تاسیس شوه او دا مهال دغه تحصیلي موسسه ۵ پوهنځي او ۱۰ څانګې لري.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS