د افغانستان امریکایي پوهنتون له مسوولانو سره د لوړو زده کړو وزیر ویډیو کنفرانس

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۹:۲
ل

د لوړو زده کړو وزیر د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان امریکايي پوهنتون له مسؤلینو سره د قرنطین په ورځو کې د تدریس او الکټرونیکي زده کړې د پروسې د ښه والي او نورو اکاډمیکو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس او د وزیر سلاکار ګډون درلود، د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر وویل چې د افغانستان امریکایي پوهنتون د هېواد یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی او توانېدلی چې د اعتبار ورکولو سند په ترلاسه کولو سره په هېواد کې د لوړو زده کړو په برخه کې ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزیر د کرونا ویروس خپرېدو سختو شرایطو او د تحصیلي بڼسټوڼو د الزامي تعطیل ته په اشارې سره وویل چې په لنډمهال کې د بېلابېلو پلاټفارمونو په کارولو سره د الکترونیکي زده کړې او په راتلونکي کې د HELMS سیسټم بڼسټیز کول په هېواد کې د حضوري درسونو تر پیلېدو پورې د تدریس او الکترونیکي زده کړې د پروسې د رکود د مخنیوي لپاره غوره لاره یاده کړه او څرګنده یې کړه چې د هېواد د لوړو زده کړو بڼسټونو به په همغږۍ او ګډو هڅو سره شته ننګونې هوارې او د الکترونیکې زده کړې ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

ورپسې د افغانستان د امریکايي پوهنتون رئیس بیک فورټ او د دغه پوهنتون علمي مرستیالې ویکتوریا فونتان د لوړو زده کړو وزارت له ملاتړ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د ځوان نسل د خدمت او د علم او پوهې پرمختګ لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.

د یاد پوهنتون رئیس او علمي مرستیالې د لوړو زده کړو وزیر ته یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې هم مطرح کړې چې د لوړو زده کړو وزیر او د علمي پروګرامونو د پراختیا رئیس لخوا ځواب شوی او د دوی ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې لپاره د دوامداره اړیکو پر ټینګښت د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ټینګار وشو.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS