د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت او مطالعې درېیم کنفرانس جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د کمال خان بند پرانیستنې په ویاړ د افغانستان د اوبو سرچینو د مدیریت او مطالعې درېیم کنفرانس جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د کابل پوهنتون مشر پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري، د کابل پوهنتون استادانو، زدکړیالانو او ځینو رسنیو ګډون کړی وو.
کنفرانس د کابل پوهنتون مشر پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري په وینا پیل شو. هغه وویل چې اوبه د ژوند په مانا دي، خو موږ د دغه نعمت په اړه ډېرې څېړنې نه دي کړي او د خپلو اوبو له سرچینو مو سمه ګټه نه ده اخیستې. دوکتور بابري زیاته کړه، چې د افغانستان د اوبو سرچینو مطالعه او مدیریت د علمي او اکاډمیکو بنسټونو دنده ده، چې له نېکه مرغه د کابل پوهنتون چاپېریال ساتنې، انجنیري، ځمکې پېژندنې، اقتصاد او حقوقو پوهنځيو استادانو او زدکړیالانو په دې برخه کې څېړنې او مطالعې پیل کړي دي.
وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهندوی نجیب اقا فهیم (د هلمند د اوبو هوکړه لیک، له لاسلیکه تر عملي کېدو) په سرلیک خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ. هغه د مکمهان هوکړې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان کورنۍ ستونزې د دې لامل شوې چې دغه هوکړه لیک په سمه توګه عملي نه شي. دغه راز ویې ویل، چې په نړۍ کې یوازې ۲،۵ سلنه خوږې اوبه دي چې ۸ میلیارده انسانان ګټه ترې اخلي.
د کابل پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور عبدالقیوم کریم (د افغانستان د اوبو مدیریت د ستونزو څېړل او د کمال خان بند له جوړولو سره یې اړیکه) په سرلیک خپل سیمینار وړاندې کړ. هغه وویل چې د افغانستان ټولیزې اوبه ۷۵ میلیارده متره مکعبه دي، چې یوازې له ۳۰ میلیارده متره مکعبه یې په افغانستان کې ګټه اخیستل کېږي او نورې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.
د چاپېریال ساتنې پوهنځي مشر پوهندوی محمد داوود شیرزاد هم (د چاپېریال له نظره د کمال خان بند ارزښت) په سرلیک په خپل پرېزنټېشن کې وویل؛ د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره غرونو پوښلې، چې یوه برخه یې د کرنې وړ نه ده او یوازې ۱۲سلنه خاوره یې د کرنې وړ ده. دغه راز د فلسفې او ټولنپېژندنې پوهنځي زدکړیالې روزبه اماني (پر کلتوري پرمختګ د کمال خان بند د جوړېدو اغېزې) په سرلیک او همدارنګه د اقتصاد پوهنځي زدکړیال شریف الله کریمي (د اوبو ډېپلوماسي او اقتصادي اغېزې یې) په سرلیک خپل پرېزنټېشنونه وړاندې کړل.