د افغانستان د تحصیلي او تحقیقي شبکې (AfgREN) د توضیح او تشریح اهمیت او بیا ځلي تمدید په موخه د لوړو زده کړو په

15 جوزا 1401
د افغانستان د تحصیلي او تحقیقي شبکې (AfgREN) د توضیح او تشریح اهمیت او بیا ځلي تمدید په موخه د لوړو زده کړو په وزارت کې ناسته ترسره شوه.
دغه غونډه چې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له خوا جوړه شوې وه، د کابل ، کابل پولي تخنیک، ننګرهار، بلخ او هرات پوهنتونونو د کمپیوټر ساینس پوهنځیو رئیسانو او استادانو په حضوري او انلاین(پر لیکه) توګه ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس احمد ضیا جبارخېل، د هېواد پوهنتونونو ته د اسانه او وړیا لاسرسي په برخه کې د افغانستان د تحصیلي او تحقیقي شبکې د رول ، د نړۍ د نورو معتبرو پوهنتونونو د نوو څېړنو او تحصیلي موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل اود دې شبکې د تمدید په برخه کې، چې قرارداد یې تېر کال پای ته رسېدلی و، د ګډونوالو نظرونه وغوښتل.
هغه زياته کړه، د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست هڅه کوي، هغه دولتي پوهنتونونه چې تر اوسه یادې شبکې سره نه دي يو ځاى شوي، يو ځاى کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د تخنیکي څانګې دوو مسؤلینو احسان الله عمري او ضیاء الرحمن صافي د داخلي او بهرنیو څېړنېزو او تحصیلي شبکو په اړه معلومات وړاندې او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د غونډې غړو له هراړخېزو خبرو اترو وروسته د یادې شبکې د قرارداد پر تمدید هوکړه وکړه او پرېکړه یې وکړه، چې په لومړي ګام کې دې د هېواد ټول دولتي پوهنتونونه له دې شبکې سره وصل شي او بیا دې د نورو سیمه ایزو او نړۍوالوهېوادونو له څېړنېزو او تحصیلي شبکو سره یوځای شي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان تحصیلي او تحقیقي(AfgREN) شبکه په نورو هېوادونو کې په بېلابېلو نومونو پېژندل کېږي او دا د نړۍوالو لوړو زده کړو په علمي او تحقیقاتي برخو کې ځانګړې شبکې دي، دوی د علمي تحقیقاتو په لرلو سره د یوه هېواد پوهنتونونه او علمي ادارې له نورو نړۍوالو پوهنتونو سره وصلوي،
همدارنګه یاده شبکه د پوهنتونونو، څېړنېزو او تحصیلي پوهنتونونو او سازمانونو لپاره د ځانګړي تحقیقي - څیړنې خدماتو رامینځته کوونکي او چمتو کونکي دي.