د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له ازبیکستان سره د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ

دغه هوکړه لیک تېره ورځ ماښام ازبېکستان ته د افغان پلاوي د سفرپر مهال د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او د ازبیکستان د لوړو زدهکړو د وزیر مجیدوف انعام یوریشیویچ لخوا لاسلیک شو.
د یادې هوکړې د لاسلیک په ناسته کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لوړ مقام د دفتر عمومي رییس محمدشاکر کارګر او د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اوکتاموویچ عمر زاکوف هم ګډون درلود. افغان پلاوي په دغه ناسته کې له افغان دولت سره د ازبیکستان د همکاریو څخه په مننې سره؛ په یاد هیواد کې د (۹۶) افغان زدهکړیالانو د تحصیلي اسنادو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه وکړه.
د اوزبیکستان د لوړو زدهکړو وزیر هم له افغان دولت او خلکو سره د تحصیلي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې یاد هیواد کې به د افغان محصلانو ستونزو ته رسېدنه وشي.