د افغانستان د کرنیزو علومو په ملي پوهنتون کې درې پروژې پرانیستل شوې

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۶:۱۴
ل

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال کندهار ولايت ته په خپل درې ورځني کاري سفر کې، د افغانستان د تکنالوژۍ او کرنیزو علومو په ملي پوهنتون کې درې پروژې پرانيستې.

په دې پروژو کې د کيفيت د تضمين مرکز، د لمريزې برېښنا د انرژۍ د توليد سېستم (سولر)، د علمي څېړنو مرکز او همداراز يې د دې پوهنتون کتابتون د دې پوهنتون د پخواني رييس ډاکټر حضرت ميرتوتاخېل په نوم ونوماوه.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د يادو پروژو د پيل پر مهال د پروژو د استفادې او ارزښت په اړه خبرې وکړې چې دغه پروژې د افغانستان د تکنالوژي او کرنيزو علومو د ملي پوهنتون له مهمو پروژو څخه دي چې له نېکه مرغه نن يې د پرانيستې شاهدان يو. نوموړي همداراز د پوهنتون له علمي شورا څخه له دې کبله چې د پوهنتون کتابتون يې د دې پوهنتون د پخواني رييس ارواښاد ډاکټر حضرت مير توتاخېل په نوم ونوماوه مننه وکړه.

پوهنمل بالاکرزي د افغانستان د تکنالوژي د کرنيزو علومو ملي پوهنتون د هېواد له مهمو پوهنتونونو څخه وباله چې د ځوانو کادرونو له پاره د کرنيزو علومو په څانګو کې فعاليت کوي.

نوموړي زياته کړه چې دغه پوهنتون په پخوا وخت کې د فوق ليسانس پروګرامونه مخکې وړل چې اوس مهال د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي په لېږد سره د وترنري او کرنيزو علومو د څانګو د ليسانس پروګرامونه يې هم په درسي کوريکولم کې شامل شوي او دغه پوهنتون د ۵ زره جرېبه ځمکې په لرلو سره کولای شي د پوهنتون او محصلينو له پاره د علمي، څېړنيزو او د عوايدو د توليد په برخه کې اغېزمن ثابت شوی دی.

د افغانستان د تکنالوژي او کرنيزو علومو د ملي پوهنتون د علمي مرستيال په وينا، د لمريزې انرژۍ د توليد سېستم چې د ۳۰ کيلو واټه برېښنا وړتیا لري لګښت يې د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه دی، د کيفيت د تضمين د مرکز د تجهيزاتو اخيستل د نړيوال بانک د HEDP د دفتر او د علمي څېړنو د مرکز په مالي ملاتړ او د دې پوهنتون د کاري ډلې په هڅو سره تجهيز شوي دي چې نن ورځ يې د ګټې اخيستنې شاهدان يو.

همداراز د لوړو زده کړو علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او ورسره ډلې يې د افغانستان د تکنالوژي او کرنيزو علومو د ملي پوهنتون د شورا په غونډه کې ګډون وکړ او د دوی غوښتنې او ستونزې يې واورېدې.

پوهنمل بالاکرزي د غونډې د غړو د نظرونو او غوښتنو له اورېدو وروسته چې د پوهنتون د مضامينو د تدريس مرکز، د کادري بستونو ډېرول، د لارې د لرې والي ستونزې، د تدريسي، اداري، ليليه او لابراتوارونو د ودانيو او نوو څانګو جوړول، د مالي خپلواکۍ موضوع، د وترنري څانګې د درسي نصاب بياکتنه، د استادانو له پاره د تحصيلي دوکتورا بورسونه او نورې غوښتنې ځواب کړې او څرګنده يې کړه چې د لوړو زده کړو وزارت به يې د امکاناتو په لرلو سره په اړه اقدام کوي.

نوموړي زياته کړه: «د پوهنتونونو جوړول او د اړتیاوو رفع کول يې يو لړ پرلپسې کارونو ته اړتیا لري چې موږ يې په هڅه کې يو او هيله من يو چې د افغانستان د تکنالوژي او کرنيزو علومو ملي پوهنتون د ځوانو او هڅاندو کادرونو لرونکی دی او د دې علمي بنسټونو د پراختيا او ودې له پاره زموږ هيلې ډېروي».

د يادولو وړ ده چې د افغانستان د تکنالوژۍ او کرنيزو علومو ملي پوهنتون د هېواد د هغو تحصيلي ارګانونو له ډلې څخه دی چې د هندوستان په ملاتړ سره په کندهار ولايت کې جوړ شوی دی او د ځوانو کادرونو د روزنې له پاره د کرنې او وترنرۍ پوهنځيو په اډانه کې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې فعاليت کوي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلانو په فراعتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

په کندهار پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندهار پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو د امارتي ادارو یو شمېر استازو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و. 

 

د لوړو زده کړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۰:۵۷
Background image

په دایکندي لوړو زده کړو موسسه کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


د یاد تحصیلي نهاد مسوولینو په وینا؛ د دې پروژې په بشپړولو سره مو دوامداره ارزانه برېښنا تر لاسه کړه، چې مخکې تر دې مو په لوړ قیمت د جنراتور له برېښنا استفاده کوله.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۵:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د کابل پوهنتون ممتاز محصلین وستایل شول

په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم دا ډول غونډې د علمي سلسلې یوه برخه وګڼله او محصلینو ته یې وویل:. . .

BACK TO NEWS