د "افغانستان په ځان بسیا کېدو کې د پوهنتونونو رول" تر سرلیک لاندې د ملي سمپوزیم د مقالو د غوښتنې خبرتیا!

ټاکل شوي، چې کندز پوهنتون د "افغانستان په ځان بسیا کېدو کې د پوهنتونونو رول" تر سرليک لاندې د ۱۴۰۳هـ ش کال په لړم میاشت کې دوه ورځنی ملي کنفرانس ترسر کړي.
د افغانستان له ټولو امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، څېړونکو، متخصصينو او پاليسي جوړوونکو څخه په درنښت هيله کېږي، چې په دې کنفرانس کې د ګډون په موخه د کنفرانس د محورونو اړوند خپلي علمي ـ څيړنیزې مقالې راولېږي.
