د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټنونو پیاوړتیا ملي کنفرانس پای ته ورسېد.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۴:۴۱
kjsfkjasjkasd


د لوړو زده کړو وزارت له لورې په کابل ښوونې او رزونې پوهنتون کې د هېواد ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا دوه ورځنی ملي کنفرانس د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د ښه والي، پیاوړتیا، ننګونو او ستونزو د حل، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو په موخه جوړ شوی و، چې پکې د بېلابېلو استادانو له لوري ۲۲ علمي-څېړنیزې مقالې وړاندې شوې، نن پای ته ورسېد.
د یاد کنفرانس د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه تعلیم او تربیه د نظام له اساسي دندو څخه یوه دنده وبلله او ویې ویل: «پوهنتونونه باید په ملي قضایاوو کې خپل ملي رسالت اداء کړي او له علمي کادرونو او ملي پانګو څخه په پالیسۍ جوړونه کې ګټه واخلي.»
وروسته د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل وویل: «یاد کنفرانس د تعلیمي او تحصیلي ډګرونو د قوت او ضعف ټکي ذکر کړل، وروسته له دې هڅه کوو چې د دغه کنفرانس پایلې په خپلو پالیسیو کې ځای پر ځای کړو.»
په پای کې د درجه بندۍ پر اساس د مقالو لیکوالو استادانو ته د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د مسؤلینو په لاس تندیسونه او ستاینلیکونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS