د افغان نړيوال( افغان – امریکايي) پوهنتون پخواني استاد چې په دې وروستيو کې افغانستان ته راستون شوى، د ياد پوهنتون له بېلابېلو څانګو څخه ليدنه وکړه او د تحصیل په برخه کې يې د خپلو همکاريو په اړه معلومات ورکړل.
تیموتی ویکس چې اوس په جبرائيل عمر مشهور دی، د افغان نړیوال پوهنتون له پروګرامونو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې افغانستان ته په راتګ خوښ دی.
د ياد شوي پوهنتون دغه پخوانى استاد وايي، چې افغان ځوانان له زده کړو سره ډېره مينه لري او په دې برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي خالقداد احمد تقي، چې له ښاغلي عمر سره یې ملتیا کوله، د افغان نړیوال پوهنتون د بېلابېلو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ښاغلي عمر په دغه پوهنتون کې د تحصیلي زمیني پر بیا چمتو کيدو خوښي څرګنده کړه.