د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د ایران د علم او صنعت پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او د ایران د علم او صنعت پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو سند د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د انجنبرۍ د پوهنځي په نوښت د تدریسي، څیړنیزو او تخنیکي همکاریو په برخه کې لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک پر بنسټ، د انجنیرۍ د ګډو څیړنو په برخه کې همکاري، د علمي معلوماتو تبادله، د استادانو لیږل، د محصلینو لیږل، د لنډ مهاله کورسونو جوړول، د سیمینارونو او علمي کنفرانسونو جوړول، د مطالعې د فرصتونو برابرول او د انجنیرۍ څیړنیزو لابراتوارونو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري کیږي.
نېټه : پنجشنبه
۴/۹/۱۴۴۵ هـ ق ۲۴/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش ۱۴/۳/۲۰۲۴ م