د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادان د لومړي سمستر په بریالي ډول د پای ته رسېدو په موخه د ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل شول.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د استادانو او د تحصیلي مسؤلینو څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ ټول استادان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او د تطبیقي علومو د پرمختګونو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
همدارنګه د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئيس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء او د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور میر رفیع الله منیب د استادانو د زیار او هڅو قدرداني وکړه او د هغوی هڅې یې وستایلې.
د یادونې ده، چې په یاده ستاینغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ، د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئيس پوهندوی دکتور رفیع الله عطاء ، د پوهنتون معاونینو، پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود، چې په پای کې یې ټولو استادانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.