د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځی لپاره د تدریسي روغتون د ایجاد په موخه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ په دغه پوهنتون کې ناسته وشوه.

د ناستې په پیل کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء د یاد تدریسي روغتون د ایجاد طرزالعمل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د تدریسي روغتون پر معلوماتو او شویو کړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د تدریسي روغتون په ایجاد سره به د فوق لېسانس زده کړو محصلینو لپاره د عملي کارونو زمینه برابره شي او د طب پوهنځی محصلین به غوره عملي زده کړو ته لاسرسی پیداکړي.